مونږ سوله غواړو
ولی محمد نورزی ولی محمد نورزی


ګرځولالهانده سرګردانه د زړونو توصل غواړو

هیلي مې پریماني شوي د سولی راووستل غواړو

 

کورپه کورهرچیری مونږ دهر،وره ټکول کوو

ویښ به افغا نان کړودجګړو ژردرید ل غواړو

 

لاربه ورته خلا صه کړو د سولی ولاریون ته بیا

ټوله مونږ په یوه خوله ددي خاورې تسلسل غواړو

 

ورک به د دښمن د چل اوفریب ټوله پلا نونه کړو

لاس که سره یوکړومونږخپل امن تل ترتل غواړو

 

خپل وطن به جوړپه خپلولاسو سم ودان کړومونږ

ویاړد تاریخ پا ڼي ته د ننګ نا موس ساتل غواړو

 

ورک چه دنفاق اوبد بختي داکچکول مات شي ژر

یوبل ته باور په اتفاق کي دیووالي دا ټکل غواړو

 

وینی مي تودی دي د پردو په  نوم غلامي نه منو

زر کاله دي لار کي د دي خاورې آزادول غواړو

 

خپل خلک مي خوښ دي خپله خاوره راته ګرانه ده

ژرترژره ځکه دزندان ددی کړۍ نه ځان ایستل غواړو

 

ښه راته څرګندي  ددوستانود کومک دغه پلانونه دي

جوړه درغلۍ ده ددي مرستواوډالرو،نه غوښتل غواړو

 

مونږته د نیکونواوپلرونو کار نامي دعبرت ټکې دي

ټینګو ارادو ته  د اولس ، په تار تړلي پیوستل غواړو

 

نلرودوستان ټول ګاونډیان راته ګواښونه دجګړوکوې

وربه شوسنګرته د افغان د ننګ شمله بیاجګول غواړو

 

خپل بیرغ  به هسک کړو د غلیم ځالي به ما تي کړو

ټول چه سره یوشوداولس دغه ارمان پوره کول غواړو

 

رابه شي نورزیه لویه سوله دا تیاری ورځی به تیري شي

مونږ به توکُل کړو،ولوی خدای ته ددعا ووقبلید ل غواړو

 

سپتمبر -  ۲۰۱۱- هالند


September 23rd, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
شعر،ادب و عرفان